د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د نوي سفیر په توګه منل شوی دی. د باخبرو سرچینو په وینا، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی او د دغه وزارت د پروتوکول مرستیال “سیف عبدالله الشامسي” په رسمي ډول د حقاني اعتبار منلی دی. حقاني تر دې مخکې په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر په توګه دنده ترسره کوله. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې تر دې مخکې د ازبکستان لومړي وزیر هم اعلان کړی و چې په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي امارت د سفیر هرکلی وکړي. همدا راز چین لا دمخه د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منلی دی.