خبرونه 01 سنبله 1403 - 3 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

قزاقستان د استانې لپاره د طالبانو د استازي کریډیټ لیک منلی دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د سفارت د شارژدافیر په توګه د محمد الرحمن رحماني د باورلیک د منلو اعلان وکړ. د قزاقستان دبهرنيو چارو مرستيال وزير دغه غونډه ددواړو هيوادونو ترمنځ دتجارتي اړيکو دپراختيا لپاره مهمه وبلله. دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې قزاقستان د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه لرې کړ. همدارنګه پرون د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هېواد کې د طالبانو د سفیر د منلو اعلان وکړ. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هېواد په رسمي توګه بدرالدین حقاني په دغه هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه منلی دی. تر دې مخکې ازبکستان په دغه هېواد کې د طالبانو د سفیر د منلو احتمال اعلان کړی و.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *