د قرغزستاني رسنیو د راپورونو له مخې، سږ کال دغه هېواد ته د افغانستان د کاربونیټ شوي مشروباتو صادرات د پام وړ زیات شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د “اکیپریس” رسنیو په وینا قرغزستان د روان کال په جولای میاشت کې له افغانستان څخه د ۳۹۵ زره ډالرو په ارزښت څه باندې ۷۶۳ زره لیټره کاربونیټ شوي مشروبات وارد کړي دي. دا ارقام ښیې چې په 2024 کې قرغزستان ته د افغانستان د کاربونیټ شوي مشروباتو صادرات د تیر کال د ټول صادراتو په پرتله 2.7 چنده ډیر وو. دغه راز د روان کال له پيل څخه تر جون مياشتې پورې افغانستان قرغزستان ته د څه دپاسه يو مليون ډالرو په ارزښت څه دپاسه ٢،١ ميليون ليتره نرم مشروبات صادر کړي دي.