د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دغه هیواد د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند له کاندیدې کامالا هریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د ډیموکراټ ګوند په ملي کنوانسیون کې اوباما د امریکا له اتباعو وغوښتل چې د ډونلډ ټرمپ په وړاندې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کامالا هریس ملاتړ وکړي. ښاغلي اوباما د غونډې په دویمه ورځ وویل: موږ نور څلور کاله ګډوډي ته اړتیا نه لرو. موږ دا سناریو دمخه لیدلې او موږ ټول پوهیږو چې وروسته پایله معمولا خراب وي.