افغانستان 30 اسد 1403 - 3 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالب چارواکي: تر اوسه له ۹۵۰ ډېر افغان شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي، تر اوسه له ۹۵۰ ډېر افغان شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې: له افغان شخصیتونو سره د تماس لپاره د طالبانو د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق وايي: د دغې قضيې له پيل څخه تر اوسه د پخواني حکومت د جنرالانو، مرستيالانو، د ولسي جرګې د وکيلانو، د رياستونو د رييسانو په ګډون له ٩٥٠ څخه زيات افغان شخصيتونه هېواد ته راستانه شوي دي. ښاغلي وثیق زیاته کړه چې په وروستۍ قضیه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال او د پخواني ولسمشر د دفتر رئیس فیض الله کاکړ هم هېواد ته راستون شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *