خبرونه 29 اسد 1403 - 4 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

اوچا: افغانستان د مرستو رسولو لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو سیمو څخه دی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې افغانستان په نړۍ کې د مرستندویه کارکوونکو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ نن دوشنبه د اسد ۲۹مه اوچا په یوه خبرپاڼه کې دا خبره کړې ده چی په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته د جګړې په کمېدو سره؛ خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختو محدودیتونو، په ځانګړې توګه د زده کړې او کارموندنې په برخو کې، د مرستندویه کارکونکو لپاره اړمنو سیمو ته رسیدل یوه جدي ننګونه کړې ده. په دغه اعلان کې راغلي، دې محدودیتونو روغتیا، تعلیم او خوراکي خدمتونو ته د ښځو لاس رسی محدود کړی او لرې پرتو سیمو ته یې د مرستو رسول ستونزمن کړي دي. اوچا ویلي چې د نړیوالو بنسټونو کارکوونکو په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۳۲،۱ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *