افغانستان 29 اسد 1403 - 4 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو دریځ: د اسلامي نظام د رهبرۍ اطاعت د هر مسلمان مکلفیت دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر وايي چې د اسلامي نظام د رهبرۍ اطاعت او پیروي د هر مسلمان مکلفیت دی.

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر محمد خالد حنفي تخار ولایت ته په سفر کې ویلي چې خلک باید د اسلامي نظام اطاعت او ملاتړ وکړي. ښاغلي حنفي دغه څرګندونې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو سره په کتنه کې وکړې چی د جهاد اصلي موخه د شر او فتنې له منځه وړل او د ټولو شرعي احکامو پلي کول دي. دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د دې ډلې چارواکي د خلکو د ستونزو هواري ته ژمن دي او د هر مظلوم له حقونو څخه دفاع کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *