افغانستان 28 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د دوو مهمو رسنیو د فعالیت بندول

په افغانستان کې په رسنیو باندې د طالبانو د زیاتیدونکي محدودیتونو په وروستۍ قضیه کې دوو مهمو رسنیو "ندای بلوچ" او "راه فردا" خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هرات کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د “ندای بلوچ” رسنيو مشر محمد اصف فيض‌يار د طالبانو له اجازې پرته د خبرونو د خپرولو په تور نيول شوى دى. د نوموړي له نيول کېدو وروسته دغې رسنۍ خپل فعاليت په بشپړه توګه بند کړ. په همدې حال کې د “راه فردا” تلویزیون چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند پورې تړلی و، هم د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت بند کړی دی. د دغو دوو رسنیو د فعالیتونو ځنډېدل په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او رسنیو د لا محدودیتونو اندېښنې زیاتې کړې دي. له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، پر رسنيو يې ډېر فشارونه اچولي او ډېرې يې بندې کړې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *