د ازبکستان حکومت او طالبانو د کابل او تاشکند ترمنځ د همکارۍ ۳۵ تړونونه لاسلیک کړل.
د معمار پرس د خبر له مخې، پرون کابل ته د ازبکستان د صدراعظم عبدالله عارفوف د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ تفاهم لیکونه لاسلیک شول. د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي چارو د مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱،۴ ميليارد ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې تفاهم ليکونه او د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت ۲۳ سوداګريز تفاهم ليکونه لاسليک شوي دي. د طالبانو د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې افغانستان د دواړو هېوادونو په پلازمینو کې د ډیپلوماټیکو ظرفیتونو د زیاتولو لېواله دی.