له ایراني پانګوالو سره د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ د وزیر په کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې په کابل کې د ايران د سفير د مرستيال او د پوهنتونونو د استادانو په شتون کې جوړه شوې وه، د طالبانو د کانونو وزارت د پلان او پاليسۍ مرستيال ضياء الرحمن الاریوبي هم خبرې وکړې چی د افغانستان د فلزي کانونو او د تېلو په ساحو کې د پانګونې لپاره د ایراني پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ. په دې کتنه کې ایراني پانګوالو هم د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته چمتووالی اعلان کړ او د خپلو شرکتونو د فعالیتونو لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه. طالبانو هم د کانونو وزارت له ایراني پانګوالو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او ژمنه یې کړې چې د دوی د فعالیتونو لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.