تحلیل سیاسی 22 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د تریاکو ګټور بازار؛ په افغانستان کې د نشه یي توکو لویه ذخیره

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر مشر پوليک اوکي د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار سره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او په هیواد کی نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس د پنجشنبې په ورځ د اسد په ۱۸مه خبر ورکړ چی په دې کتنه کې دواړو لورو د بزګرانو لپاره د کوکنارو د کښت د بديل په باب هم د نظريو تبادله وکړه. د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو له نشه ایزو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې مشر له نشه ایزو موادو سره د مبارزې او د معتادانو د درملنې په برخه کښې د دغه سازمان د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. باید وویل شي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیگار) د وروستي راپور پر بنسټ، په دغه هېواد کې د تریاکو زېرمه ۱۶۵۶۷ مټریک ټنو ته رسېږي. د دغه راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په افغانستان کې د نشه‎يي توکو د زیاتوالي په اړه اندېښنې بې بنسټه وبللې. قانع له نشه يي توکو سره مبارزه د طالبانو له لاسته راوړنو څخه د افغانستان تر واک لاندې وبلله او زیاته یې کړه: په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید، او ذخیره کولو پر وړاندې مبارزه کې هیڅ استثنا نشته. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې سیګار په خپل تازه راپور کې دا اعلان کړی و چی طالبانو په افغانستان کې د تریاکو د زیرمو په وړاندې هیڅ اقدام نه دی کړی. سره له دې چې طالبانو په وار وار د نشه يي توکو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی، خو احصایې ښیي چې د پام وړ تریاک په ګودامونو کې زیرمه شوي دي. دغه کار د دې لامل شوی چې د نشه يي توکو د سوداګرۍ مافیا نوره هم فعاله شي او د لویو ګټو د ترلاسه کولو په موخه په دې ډګر کې قوي حضور ولري. افغانستان له څو کلونو راهیسې د نشه یي توکو د کښت او تولید ځای دی او حتی د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي چې له دې ګټور بازار څخه ګټه پورته کړي. په دې لړ کې کروندګر هم د کوکنارو کښت ته ډېره لېوالتيا ښيي، ځکه ډاډه دي، چې له کښت څخه به يې د پام وړ ګټه ترلاسه کړي. په هرصورت، د طالبانو لخوا د مخدره توکو د کښت په منع کولو سره، په افغانستان کې د تریاکو زیرمې وده کړې؛ ځکه چې د دې محصول په نه کرلو سره د هغې بیه خورا لوړه شوې او هغه کسان چې د تریاکو بازار اداره کوي له دې څخه د لویو ګټو لالچ دی. له همدې امله نه د نشه يي توکو د له منځه وړلو په اړه د طالبانو ادعا ثابتېدای شي او نه هم په افغانستان کې د تریاکو د پراخې زېرمې ادعا ثابتېدای شي؛ خو حقیقت دا دی چې افغانستان لا هم د نشه یي توکو د تولید او ویش په برخه کې یو ګټور بازار ګڼل کیږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *