افغانستان 21 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: تېر کال شاوخوا دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېر کال کې شاوخوا دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن یکشنبه د روان هجري لمریز کال د اسد په ۲۱مه د دولتي ادارو د یو کلن لاسته راوړنو د بیانولو په پروګرام کې وویل: په تېر کال کې نږدې دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه یو میلیون ۷۷۹ زره او ۶۰۳ کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېر يوه کال په ترڅ کې د کډوالو د دايمي استوګنې لپاره ١٣ استوګنيز ښارګوټي رغول شوي او لازمې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *