د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال اعلان کړ. د دې خبرتیا له مخې به د شنبې او یکشنبې په ورځو د نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه د سختو اورښتونو او سختو بادونو شاهد وي. د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده. همدارنګه په ځینو سیمو کې به د باد سرعت په ساعت کې ۹۰ کیلومترو ته ورسیږي.