تحلیل سیاسی 20 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د غزې او فلسطین په اړه د طالبانو د حکومت ځینو مهمو دریځونو ته یوه کتنه

د غزې او فلسطین په اړه د طالبانو د حکومت ځینو مهمو دریځونو ته یوه کتنه

په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو د حکومت په بهرنۍ پالیسۍ کې یوه تر ټولو مهمه موضوع د فلسطین مسله او په ځانګړې توګه د غزې جګړه ده. کابل په ځلونو د فلسطین له خلکو او د هغوی له مشروع غوښتنو خپل ملاتړ اعلان کړی او په فلسطین او غزې تړانګه کښې یې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه په سختو ټکو غندلی دی. د صهیونیسټ رژیم تر ولکې لاندې سیمو ته د «طوفان الاقصی» له مشهور عملیاتو وروسته (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷) د طالبانو حکومت اعلان وکړ چی د دې عملیاتو پیل د فلسطین په وړاندې د دغه رژیم د چلند یوه طبیعي پایله او یو ډول سزا وه. په دې اعلاميه کې چې د طالبانو د حکومت له خوا د تېر کال د اکتوبر په اوومه خپره شوه، ويل شوي: د دا ډول پېښو رامنځته کېدل د اسرائیلو د صهیونیسټانو د مظلومو فلسطینیانو د حقوقو د تر پښو لاندې کولو او په پرله پسې توګه د مسلمانانو سپېڅلو ځایونو ته د سپکاوی او بې احترامۍ پایله ده. طالبانو حکومت ویلي چې د خپلې خاورې او سپېڅلو ځایونو د ازادۍ لپاره د فلسطیني ولس هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق دی او ټینګار یې وکړ: د طالبانو حکومت د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخي او قانوني حق ملاتړ کوي چې د فلسطین په تاریخي خاوره کې د یوه خپلواک دولت درلودونکي وي. او له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکارۍ له سازمان، نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د سيمې له اغېزمنو هېوادونو څخه يې غوښتي، چې د فلسطين د بې ګناه خلکو پر وړاندې د اسراييلي نيواکګرو ځواکونو له تاوتريخوالي لاس واخلي. او فلسطینیانو ته د مشروع حقوقو د ورکولو پر بنسټ د فلسطین د مسئلې حل کړي. دغه راز د طالبانو دحکومت دبهرنيو چارو وزير امير خان متقي هم په تهران کې دغزې دجګړې له پيل او دصهيونيسټ رژيم د وحشيانه بريدونو له پيل څخه لږ وروسته په تهران کې په يوه کنفرانس کې وويل: د غزې د خلکو بې رحمانه قتل عام او نسل وژنه روانه ده او نړۍ چې د بشري حقونو، بشري ارزښتونو، ازادۍ او عدالت درناوی کوي، د دې وحشیانه قتل عام ننداره کوي. دغه لوړپوړي طالب چارواکي څرګنده کړه: د فلسطین مسله یوازې د فلسطین په خلکو پورې محدوده نه ده، بلکې یوه عربي، اسلامي او بالاخره انساني مسله ده. هیڅ ازاد انسان چې په عدالت او انساني ارزښتونو باور لري د فلسطین په خلاف د صهیونیسټي رژیم ظلمونه په بې غورۍ سره نه شي لیدلی. د طالبانو د دفاع وزیر باری محمد یعقوب مجاهد هم په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم بمبارۍ وحشیانه وبللې او ویې ویل: هغه څه چې نن په فلسطین کې روان دي د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی. په همدې ډول د طالبانو نورو لوړپوړو چارواکو هم وخت په وخت په خپلو ویناوو کې د فلسطین مسئلې او د غزې جګړې ته اشاره کړې او د فلسطین له ولس یې د نړیوال او سیمه ییز ملاتړ غوښتنه کړې ده. طالب چارواکو له فلسطیني شخصیتونو سره په خپلو کتنو کښې تل د فلسطین د خلکو د حقوقو لپاره د افغانستان د خلکو او د دغې ډلې د حکومت په ملاتړ ټینګار کړی دی. د یادولو وړ ده چې د افغانستان په تیرو حکومتونو کې هم په ځلونو د فلسطین له خلکو ملاتړ او د فلسطین په خاوره د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو غندنه شوې ده او د دغه هیواد دولتی چارواکو د فلسطین له ملت سره خپله خواخوږی او همدردی څرګنده کړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *