د جمهوري ریاست کاندیدې کامالا هریس فلسطیني ملاتړو ته چې په اریزونا کې یې د هغې کمپاین ګډوډ کړی، وویل: اوس په غزه کې د اوربند وخت دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فلسطین ملاتړو د “فلسطین آزاد کړئ” شعارونه ورکړل کله چې د ډیموکراټیک ولسمشرۍ نوماندې کامالا هریس د اریزونا په ګلینډیل کې 15,000 خلکو ته وینا کوله. د الجزیرې خبري چینل د راپور له مخې کامالا هریس خپله وینا ودروله او مستقیما یې د فلسطین ملاتړو ته خطاب وکړ او ویې ویل: زه باید واضح خبرې وکړم. اوس د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو (صهیونیسټي بندیانو) د بیرته ستنیدو وخت دی.