د امريکا سفير وايي، هېواد به يې له پاکستان سره د افغان کډوالو په برخه کې همکاري وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د امريکا سفير ډونلډ بلوم دغه څرګندونې د پاکستان د سرحدونو له وزير امير مقام سره په کتنه کې وکړې چی د هغه هېواد له پاکستان سره د افغان کډوالو په برخه کې همکاري کوي. په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي بلوم له پاکستانه د افغان کډوالو د کوربه توب له امله مننه وکړه.