افغانستان 18 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د حيرتان – مزار شریف د ریل پټلۍ د څلورم بندر د بیا فعالولو چارې پیل شوې

د حيرتان-مزار شريف د اورګاډي پټلۍ څلورم بندر چې د “نايب اباد” په نوم يادېږي، له بشپړې بیارغونې وروسته په رسمي ډول د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د دغې ډلې د نورو چارواکو په شتون کې رسماً پیل شوه. عبدالغني برادر په دې مراسمو کې وویل: د حيرتان – مزار شريف د اورګاډي کرښې د دې برخې په فعالېدو سره سوداګر کولای شي خپل مالونه په کم لګښت او په مناسب وخت کې انتقال کړي. په دې مراسمو کې د طالبانو د فواید عامې وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني وویل: له حيرتان څخه تر مزارشريف هوايي ډګر پورې د اورګاډي کرښې د غځولو چارې پيل شوې او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي. هغه زياته کړه چې د حيرتان – پېښور اورګاډي د پټلۍ هم د جوړولو کار پيلېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *