د طالبانو حکومت د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراخولو لپاره د دغې ډلې له حکومت سره همکاري وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي چې له اسلامي هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراخولو لپاره له کابل سره همکاري وکړي. تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو او په هېواد کې د ښځو او نجونو له اساسي حقونو څخه په ملاتړ ټینګار کړی و.