د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د خراسان رضوي والي د امنیتي او قانون پلي کولو مرستیال محمد زهدي وویل چی هغه افغان زیارت کوونکي چې عراق ته د تللو اراده لري او د صفر میاشتې ماتم کې ګډون کوي باید د چذابې له رسمي پولې دې هیواد ته داخل شي. زهدي وويل، د دوغارون پوله د هېواد په ختيځ کې د افغان زیارت کوونکو د ننوتلو يوازنۍ رسمي لاره ده، چې د زیارت کوونکو او مسافرو د تګ راتګ لپاره ټولې اسانتياوې برابرې شوې دي. زهدي زیاته کړه چې د وروستیو مشورو پر بنسټ په دغه هېواد کې افغان مهاجرینو ته د عراق او ایران د ویزو په ورکولو کې کومه ستونزه نشته او د زیارت کوونکي ویزې به په الکترونیکي ډول صادریږي.