د ایران تجربه لرونکی روزونکی حمید موحدي د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د والیبال فدراسیون اعلان وکړ چی د ایران د والیبال د فدراسیون نوی مشر روزونکی چې د استعداد موندلو او د ملي لوبډلې د ټاکلو دنده پر غاړه لري، یو تکړه او تجربه لرونکی روزونکی دی. دغه ایراني روزونکی به د دوو میاشتو لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې مشري په غاړه ولري او ټاکل شوې چې د ایران او بنګله دېش په اسیایي سیالیو کې له دغې لوبډلې سره یوځای شي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې پر نجونو په ټولو ورزشونو کې له ګډونه منع شوې ده.