خبرونه 16 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ورېښمو لار له چین سره د افغانستان نښلول د کار لپاره چمتو ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بدخشان په واخان کې د ورېښمو د لویې لارې د جوړولو پروژې مسوولینو اعلان وکړ چې دغه تاریخي لویه لار به ډېر ژر د افغانستان او چین پولې صفري نقطې ته ورسېږي او د کار لپاره به چمتو شي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د ختیځې او جنوبي اسیا تر منځ ځمکنۍ پیوستون اسانه شي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره به روښانه لید رامنځته شي. د دغه سړک د جوړولو کار چې یو کال مخکې پیل شوی و، د افغانستان او سیمې لپاره یوه اقتصادي اډه ګڼل کیږي. طالبانو د واخان سیمې د ستراتیژیک اهمیت له امله د دغې پروژې پر عملي کیدو ټینګار کړی او هیله لري چې له چین سره په نښلیدو او د دغه هیواد د بندرونو په پرانیستلو سره به د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *