خبرونه 14 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

پاکستان د ویزې په معافیت سره د اقتصادي سوکالۍ په لټه کې دی؛ هند او افغانستان په نوملړ کې نه دي

د پاکستان د ځپل شوي اقتصاد د بیا راژوندي کولو په هڅه کې، د اسلام آباد حکومت د بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لپاره یو نوی پلان لري.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه پلان له مخې د ډېرو هېوادونو اتباع کولای شي چې له ویزې پرته دغه هېواد ته داخل شي. خو د پام وړ ټکی له دغه لېست څخه د پاکستان د دوو مهمو ګاونډیانو هند او افغانستان ایستل دي. په وروستیو کلونو کې له هند او افغانستان سره د پاکستان کړکېچنې اړیکې د دغې پرېکړې اصلي لامل بلل کېږي. د کشمیر په څیر د مسلو په اړه اوږدې شخړې او د وسله والو ډلو ملاتړ د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې کړي دي. دغه راز په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ کړکېچ هم زیات شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *