خبرونه 14 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

سید رسول موسوي: ایران په خپل ګاونډ کې د یوه باثباته حکومت په لټه کې دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي رئیس سید رسول موسوي په ایکس کې لیکلي چې د «ایران نوی حکومت او د کابل-تهران د اړیکو د ټینګښت فرصتونه» د علمی غونډې جوړېدل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په تالار کې جوړه شوې وه، یو ډېر د خوشالۍ وړ او هیله بښونکی خبر دی. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سویلي اسیا عمومي مشر طالبانو ته د ټول شموله حکومت په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل: دولت ټول شموله دی که چیرې په اغیزمنه توګه د ټولنې ټول غړي په کې شامل وي او خدمت وکړي. موسوي په دوام کې ټول شموله حکومت د افغانستان یوه ملي او داخلي مسئله وبلله او زیاته یې کړه: ایران په خپل ګاونډ کې د یوه باثباته حکومت په لټه کې دی. خو جعفر مهدوي په خپل ایکس اکونټ کې په یوه یادښت کې لیکلي چې د هغه خبرې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د مرستیال له خوا لنډې شوې او بشپړې نه دي خپرې شوې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *