خبرونه 13 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ خدمتونه بیا پیل شول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په مشهد کې د افغان قونسلګرۍ د شخړو له پای ته رسېدو وروسته دغې قونسلګرۍ یوه اعلامیه خپره کړه چی د پاسپورت صادرول، د ویزې تجدید او صادرول او د سفري اسنادو اړوند نور مسایل په ګډون ټول قونسلګري خدمات بیا پیل شوي دي. په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې هغه مراجعين چې له لازمو اسنادو سره د طرزالعملونو د پرمخ بيولو او د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو په موخه د شنبې په ورځ د اسد ١٤٠٣ کال د ثور له ١٣ نيټې څخه د قونسلګرۍ د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره دې ادارې ته مراجعه وکړي. د یادولو وړ ده چې په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مدیریت پر سر د شخړو وروسته عبدالجبار انصار په رسمي توګه د اسد د میاشتې په ۷مه نیټه د سفارت نه د وتلو اعلان وکړ. په مشهد کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د نوي رئیس په توګه د فیض الرحمن عطايي له ټاکل کېدو وروسته، د دوشنبې په ورځ، د اسد له ۸ مې نېټې راهیسې د دغې ادارې فعالیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *