د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره پاکستانۍ ورځپاڼې نېشنل په یوه راپور کې کړې ده چی د سلګونو پخوانیو پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰۰۰ افغانان له افغانستانه په قاچاقي ډول د پاکستان له لارې د برتانیا پوځي اډو ته لېږدول شوي دي. د نېشنل راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، له دغو کسانو څخه څه باندې زر تنه د طالبانو له خوا صادر شوي پاسپورټونو په کارولو سره له افغانستانه وتلي دي. په دغو کسانو کې ۱۵۶ افغانان او د هغوی کورنۍ هم شاملې دي چې د بریتانیا د استخباراتي ادارو لپاره یې کار کاوه.