په استرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ وايي، افغانستان نور د ترهګرۍ ځپلو هېوادونو په ډله کې نه دی.
د معمار پرس د خبر له مخې، دغه انسټیټیوټ یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې افغانستان اوس د ترهګرۍ ځپلو هېوادونو په ډله کې نه دی او په تېر کال کې د دغې پدیدې له امله د مرګ ژوبلې کچه ۸۱ سلنه کمه شوې ده. تر دې وړاندې افغانستان د پرله پسې څلورو کلونو لپاره د نړۍ د ترهګرۍ په شاخص کې لومړی ځای درلود.