اقتصادي 10 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په تېر کال کې د افغانستان په سوداګرۍ کې لس میلیارده ډالره زیاتوالی راغلی دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې «د دغې ډلې د دفترونو د یو کلن لاسته راوړنو تشریح» په پروګرام کې وویل: افغانستان په تېر کال کې لس میلیارده ډالره سوداګري درلوده. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په دوام وویل، چې له دې ۱۰ میلیارده ډالرو څخه ۱،۸ میلیارده یې صادرات او له ۸ میلیاردو ډېر یې واردات دي. دغه وزارت زیاته کړه، چې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۲.۵٪، چین ته ۱۶٪، ایران ته ۱۹٪، ترکیې ته ۵۳٪ او روسیې ته ۵۴٪ زیات شوي دي. د دوی د څرګندونو له مخې، په دې موده کې ۱۰۰ تولیدي فابریکې پرانېستل شوې، څه باندې ۱۰۰۰ صنعتي او تولیدي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي، څه باندې ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوې او له ۲۳۰۰۰ څخه زیاتو د پانګونې جوازونه تمدید، نوي او تعدیل شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *