افغانستان 08 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالب چارواکي: هڅه کوو چې د هېواد په پوهنتونونو کې د دوکتورا زمینه برابره کړو

د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال وايي، د دې ډلې حکومت هڅه کوي چې د هېواد په پوهنتونونو کې په بېلابېلو برخو کې د دوکتورا زمینه برابره کړي.

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د صدراعظم د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د دې ډلې حکومت هڅه کوي چې د هېواد په پوهنتونونو کې د تحصیل په بېلابېلو برخو کې د دوکتورا زمینه برابره کړي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د سږني کال د کانکور ازموينې د برياليو ګډونوالو د ستاينې په مراسمو کې وويل چې د دې ډلې حکومت داسې کسانو ته اړتيا لري چې په بېلابېلو برخو کې متخصص وي. دغه طالب چارواکي دا هم ویلي، چې د دې ډلې حکومت هڅه کوي، چې د هېواد بچیان په سمه توګه وروزل شي او د افغانستان لپاره اغېزمن تمام شي. باید وویل شي، چې افغان محصلین د دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو لپاره لرې او نږدې هېوادونو ته سفر کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *