خبرونه 06 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو په فاریاب کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالګې د استخراج لوی تړونونه لاسلیک کړل

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا نن په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري په فاریاب ولایت کې د مالګې د استخراج د دریو لویو پروژو قراردادونه له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړل. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د دغو قراردادونو ټولیز ارزښت ۲۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي. د دغو قراردادونو له مخې، د دولت اباد ولسوالۍ د مالګې درې کانونه او د ميمنې ښار د درزاب او اندخوى په سيمو کې به په راتلونکو پنځلسو کلونو کې کانونه استخراج شي. د دغو کانونو ټوله مساحت ١٤ مربع کيلومتره اټکل شوى دى. د طالبانو د کانونو وزارت اعلان کړی، چې د دې پروژې په پیل سره به د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان به د مالګې په تولید کې پر ځان بسیا شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *