د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا برادر د کابل په هوايي ډګر کې د انتظار خونې د بنسټ ډبره کېښوده.
د معمار پرس د راپور له مخې، ملا عبدالغني برادر اخند چې د طالبانو د وزارت اقتصادي مرستیال نن پنجشنبه (د اسد ۴مه) دغې ډلې د يو شمېر وزيرانو او دولتي چارواکو په شتون سره د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د معياري انتظار خونې د بنسټ ډبره کېښوده. دی وايي، دغه انتظار خونه د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري او د مسافرو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.