اقتصادي 03 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د برېښنا په تولید کې د چینایي پانګوالو لېوالتیا

یو شمېر چینايي پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د معمار پرس د خبر له مخې: یو شمېر چینايي پانګوالو د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په لیدنه کې د لمریزې برېښنا د تولید او کرنې د ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د چینايي پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د پانګونې لپاره د فرصتونو ځای دی او د دغه وزارت رهبري هر ډول همکارۍ ته چمتو ده. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دې ډلې حکومت له يو شمېر چينايي شرکتونو سره ډېر تړونونه لاسليک کړي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *