اقتصادي 02 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د لوګر د عینک مسو کان د استخراج عملي کار به د روانې اونۍ تر پایه پیل شي

طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د مس عینک کان د استخراج عملي کار به د روانې اونۍ تر پایه پیل شي.

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې له ۱۵ کلن ځنډ وروسته به د مس عینک کان د استخراج عملي کار به د روانې اونۍ تر پایه پیل شي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي چی قرارداد شوی شرکت مکلف شوی چې د عینک د مسو کان د سل په سلو کې د مسو د پروسس تر څنګ د ۲۰۰۸ کال له مخې له کوم عملي خنډ پرته پیل کړي. د عینک د مسو کان د کابل سویل ختیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري او په نړۍ کې د مسو دوهم کان ګڼل کیږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *