د جرمني په فرانکفورت ښار کې د پاکستان پر کونسلګرۍ د وروستي برید وروسته چې ویل کېږي په جرمني کې مېشتو افغانانو ترسره کړی، د پاکستان د دفاع وزیر له خپل حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو پر کوربه توب له سره غور وکړي. په فرانکفورت کې پر سفارت له برید وروسته د اسلام اباد حکومت په برلین کې د جرمني چارواکو پر ضد د اعتراض په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته د دغه هېواد شارژدافیر هم وربللی و. دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کړې ده چی د بلواګرو یوې ډلې په فرانکفورت کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ برید وکړ او د جرمني د امنیتي ځواکونو له ناکامۍ وروسته یې د پاکستان د ډیپلوماتیکو ودانیو په ساتنه کې له ناکامۍ وروسته برلین ته اعتراض وکړه. اسلام اباد د بلواګرو دغه برید او همدارنګه د پاکستان د ډیپلوماتیکو ودانیو په ساتنه کې د جرمني د امنیتي ځواکونو ناکامي غندلې ده.