خبرونه 31 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ډونلډ ټرمپ: که زه ولسمشر وای، په افغانستان کې به داسې غمیزه نه وای رامنځته شوې

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ له خپل مرستیال جې‌جدی وانس سره په لومړي ګډ کمپاین کې په یوه وینا کې وویل: “که زه ولسمشر وای، په افغانستان کې به داسې غمیزه نه وای رامنځته شوې.” ټرمپ زیاته کړه: که زه ولسمشر وای، نو د بګرام اډې به مې ساتلې وای. خو دا اډه اوس د چین په لاس کې ده. دوه ورځې وړاندې د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانسیون په وروستۍ ورځ د دې خبرې په تکرارولو سره چې د بګرام اډه د چین تر کنټرول لاندې ده، پر جوبایډن نیوکه وکړه چې د بګرام اډې په شړلو او په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي وسلې پریږدي. ډونلډ ټرمپ په ځلونو په خپلو ویناوو کې پر جوبایډن نیوکه کړې چې له افغانستانه د امریکا وتل یې “شرمناک” بللي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *