افغانستان 30 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

له افغانستان څخه د ترهګرو ګواښونو په اړه د پاکستان د ادعاوو په اړه د طالبانو غبرګون

طالب چارواکو یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې له افغانستانه د ترهګرو ګواښونه په کې دي.

د معمار پرس د خبر له مخې: په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب رسنیو ته ویلي دی چی د پاکستان په بنو سیمه کې وروستی برید په افغانستان پورې اړه نه لري او په دې اړه هر ډول ادعا بې اساسه ده. باید و ویل شي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوچ ویلي وو چی په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو شتون د سیمې سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی. په تېرو دوو کلونو کې اسلام اباد په وار وار کابل د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ادعا کوي چې د دغې ډلې جنګیالي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري. هغه ادعا چې د طالبانو حکومت تل رد کړې ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *