خبرونه 28 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د وروستي برید له امله د طالبانو چارواکی احضار کړ

د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز د تحریک طالبان پاکستان له وروستي برید وروسته دغه هېواد د طالبانو سفیر مرستیال احضار کړی دی.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر مرستیال په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان پر قومندان حافظ ګل بهادر باندې د وروستي برید له امله احضار کړ. پاکستان له طالبانو وغوښتل چې دغه برید په بشپړه توګه وڅېړي او سمدستي اقدام وکړي. پاکستان وايي، دا برید د سیمې امنیت ته د ترهګرۍ جدي ګواښ څرګندوي. د پاکستان پوځ وايي، د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او پوځ به یې د افغانستان د ګواښونو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي. طالبانو تل د افغانستان له لوري پر ګاونډیو هېوادونو هر ډول برید رد کړی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *