د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د لویدیځو هېوادونو له خوا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د "ناسمو" راپورونو په خپرولو نیوکه او ټینګار وکړ چی هغه کسان چې په افغانستان کې د القاعدې د شتون ادعا کوي باید ثابته کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د چارو د ارزونې په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال د سرپرست حکومت د پرمختګونو، لاسته راوړنو او ټولیز امنیت او ثبات په اړه د ناسمو راپورونو او افواهاتو خپرولو په اړه سخت غبرګون وښود. متقي وويل، چې دغه ډله د ثبات او سولې او د هغې د پراختيا لپاره کار کوي. هغه زیاته کړه چې د دې ډلې ځواکونه او چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو مخه ونیسي.