افغانستان 24 سرطان 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

چین له افغان کډوالو سره ۱۳.۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره د ۱۰۰ میلیون یوان (۱۳.۸ میلیون ډالرو معادل) مرستې اعلان وکړ.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د شنبې په ورځ جوړه شوې وه، دواړو خواوو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د واخان دهلیز اقتصادي او ترانزیتي اهمیت، په افغانستان کې پانګونې ته د چینایي شرکتونو لېوالتیا، د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي، په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان د سړک د جوړولو د پیل او د طالبانو د دفترونو د کارکوونکو لپاره د چین هېواد د روزنیزو پروګرامونو پر دوام خبرې وکړې. په دې غونډه کې د چين سفير ژاو شينګ ژمنه وکړه چې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته به سل مليونه چينايي يوان ورکړي. د طالبانو د اقتصاد وزارت اعلان کړی چې دغه مرستې به د افغان حکومت سره په همغږۍ د مهاجرینو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *