د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو له خوا په هرات کې د یوه ماتم کوونکي د وژل کېدو په غبرګون کې د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر محمد محقق په خپل لیک کې لیکلي: په داسې حال کې چې طالبانو د امام حسین د پاڅون په ملاتړ هر ډول لاریون منع کړی و، پرون یې پر هغو کسانو ډزې وکړې چې د امام حسین بیرغ یې لېږداوه. د راپورونو له مخې د حبيب الله په نوم يو تن شهيد شوی او د شهيد د عکسونو او د جنازې په مراسمو يې بنديز لګولی دی. هغه زیاته کړه: د دوی له کړنو څخه معلومیږي چې دوی له شیعه ګانو سره په معامله کې له خپلو داعش وروڼو څخه کم نه دي. په هرات ولایت کې طالب چارواکو تر اوسه د دغه محرم د ماتم په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.