د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنه او رغونه د دې ډلې د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه د آغا خان بنسټ د کلتوری څانګې له مشر اجمل میوندي سره په کتنه کې د افغانستان د تاریخي اثارو په ساتنه او بیا رغونه ټینګار وکړ. ښاغلي خیرخواه د افغانستان تاریخي اثار د “لرغوني تاریخ، اصلی کلتور او د افغانانو د ملي هویت استازي” وبلل. هغه دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د هغو بنسټونو ترمنځ چې په هېواد کې د تاريخي ابداتو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې فعاليت لري، د همغږۍ پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.