خبرونه 20 سرطان 1403 - 3 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر: د اسلام اباد او کابل ترمنځ ستونزې په اسانۍ نه شي حل کېدای

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي، د دغه هېواد او افغانستان تر منځ ستونزې یوازې په ناستو نه شي حل کېدای.

د معمار پرس د خبر له مخې: د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د اسلام اباد او کابل تر منځ ستونزې په اسانۍ نه شي حل کېدای او “ستونزې افغانستان ته په سفر یا د چایو په یوه پیاله نه شي حل کېدای.” د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا د افغانستان د بيا نيولو وروسته د کابل او اسلام اباد اړيکې خړې پړې شوې دي. پاکستاني چارواکي د طالبانو حکومت د پاکستان د تحریک طالبان په ملاتړ تورنوي او ادعا کوي چې د دغې ډلې جنګیالي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *