خبرونه 20 سرطان 1403 - 3 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر اعلان وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به افغانستان ته سفر وکړي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې په ورځ د سرطان په ۱۹مه د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو چارو د کمېټې په غونډه کې وویل: زه به په څو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم. افغانستان زمونږ ورور هیواد دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه کمیټه کې په خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې حضور لري. په همدې حال کې محمد سیروس سجاد قاضي؛ د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم ټینګار کړی، چې پاکستان به له افغانستان سره نږدې اړیکې وساتي. ښاغلي قاضي وویل: موږ له افغانستان سره نږدې اړیکې درلودې او دوام به یې ورکوو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *