افغانستان 17 سرطان 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان او نوې طرحې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او یو شمېر نور چارواکي له دندو ګوښه شول

د طالبانو مشر د یوه حکم په صادرولو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د مرکزي بانک پخوانی رییس هدایت الله بدری وټاکه.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه ( د سرطان ۱۷مه) په خپله پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم له مخې: ملا هدایت‌الله بدری د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په توګه او د دغه وزارت پخوانی سرپرست شهاب الدین دلاور د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو مشر ملا نورالدین ترابي د سرې میاشتې څانګې پخوانی رییس د پېښو پر وړاندې د مبارزې د څانګې د مشر په توګه ټاکلی دی. د سرې میاشتې پخوانی رئیس مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریال ساتنې ریاست د رئیس او د مرکزي بانک پخوانی مرستیال ملا نور احمد اغا د دغه بانک د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *