د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون په کابل کې د دوحې په غونډه کې د دې ډلې د پلاوي له ویاند او پخواني مشر سره وکتل.
د معمار پرس د خبر له مخې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی د دغې ډلې د پلاوي له ویاند او پخواني مشر ذبیح الله مجاهد سره وکتل. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب روانه اونۍ په قطر کې جوړه شوې وه. په دې لیدنه کې پر اقتصادي مسایلو، د بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د نشه یي توکو پر ستونزې خبرې وشوې.