تحلیل سیاسی 12 سرطان 1403 - 2 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغان ښځو د حقونو فعالانو ولې د دوحې غونډه بایکاټ کړه؟

درېیو افغان ښځینه فعالانو د دوحې په غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې او د هغې له اجنډا سره یې خپل مخالفت اعلان کړی دی. د افغانستان د پخواني حکومت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي، د ښځو د چارو پخوانۍ مرستیاله نبیله مصلح او د ښځو د حقونو فعاله زبیده اکبري په هغو ښځو کې دي چې د ملګرو ملتونو له خوا په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، چې په دې ناسته کې یې له ګډون څخه ډډه وکړ. دوی ویلي چې د دوی د نه ګډون لامل د دوحې د غونډې له اجنډا څخه د ښځو لیرې کول او د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو وضعیت ته نه پاملرنه ده. په ورته وخت کې د ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو هم د دوحې درېیمه غونډه د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې او په دې غونډه کې د هغوی د نه ګډون له امله د نړیوالو مظاهرو په بللو سره غندلې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو حقونه یوه داخلي مسله ده او د دوی حکومت به د ښځو مسایل په پام کې نیسي. ښاغلي مجاهد زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د افغانستان د داخلي حل لپاره یوه منطقي لاره ولټوو، ترڅو خدای مه کړه هېواد مو بیا په شخړو او لانجو کې راګیر نه شي. طالبان د ښځو مسله خپله داخلي مسله ګڼي، خو ملګرو ملتونو د طالبانو د قانع کولو لپاره د ښځو موضوع له اجنډا څخه لرې کړې ده. یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې ملګري ملتونه د طالبانو په وړاندې بې پلانه او بې تفاوته شوي او دغه نظر د دې لامل شوی دی چی د دغه نړیوال سازمان پر وړاندې به ډېر غبرګونونه وښودل شي او حتی په ځینو قضیو کې به د ملګرو ملتونو له اصولو څخه په سرغړونې تورن شي. په هرصورت، افغان میرمنې ټینګار کوي چې طالبانو ته د میدان ورکول د دوی په ذهنونو کې دا رامینځته کوي چې هر څوک غواړي دوی په رسمیت وپیژني. له بلې خوا د بشري حقونو او د اقلیتونو په مسلو کې د طالبانو انعطاف نه‌درلودل هرڅوک اندېښمن کوي چی دا ډله د بشري او ښځو د حقونو د رسمیت پېژندلو اراده نه لري او یوازې هڅه کوي چې خپلې هیلې پر نړیوالې ټولنې تحمیل کړي. اوس به وګورو چې د دوحې د ناستې پایله به څه وي او ایا د طالبانو د انعطاف نښې به هم شته؟!

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *