اقتصادي 12 سرطان 1403 - 2 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ازبکستان ته د طالبانو د پلاوي او د افغانستان د خصوصي سکټور سفر

د طالبانو د سرپرست حکومت او د افغانستان د خصوصي سکټور پلاوی د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ.

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې ډلې دولتي او خصوصي سکتور پلاوى د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د کورنيو توليداتو د نندارتون د پرانيستلو او د سوداګريزو اړيکو په کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړى دى. په خبرپاڼه کې راغلي، چې عزيزي به د دغه سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د اوږدمهالو موخو د ترلاسه کولو په موخه د سوداګرۍ، پانګونې او د سيمه ييزو همکاريو د جلبولو په ګډون د اقتصادي اړيکو د پراختيا او پياوړتيا په اړه خبرې وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *