د طالبانو ویاند په دوحه کې په درېیمه غونډه کې پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې په دریمه غونډه کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې له خوا پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې لګول شوي بندیزونه په افغانستان کې د حکومت او خصوصي سکتور لپاره ګڼې ننګونې رامنځته کړي دي. د يادونې وړ ده، چې د دوحه درېيمه غونډه پرون (يکشنبه د سرطان په لسمه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د يادو هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د پلاوي په شتون کې ترسره شوه او تر نن ورځې پورې دوام کوي.