افغانستان 10 سرطان 1403 - 2 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالب ویاند: روسیې او ازبکستان د دوحې په ناسته کې د طالبانو د دریځ ملاتړ وکړ

په دوحه کې د طالبانو ویاند او د دې ډلې د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې په دې ناسته کې د روسیې او ازبکستان ځانګړي استازي د طالبانو د دریځ ملاتړ وکړ.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۱۰مه اعلان وکړ، چې د دوحې د ناستې له پیل مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره د دوی له لوري لیدنه شوې ده. نوموړي تر دې مخکې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د پلاوي د ګډون موخه له نړیوالې ټولنې سره رغنده خبرې اترې دي. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا ملاتړ به طالبانو ته کومې مثبتې پایلې ولري

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *