تحلیل سیاسی 10 سرطان 1403 - 4 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ او پر افغانستان د پاکستان د احتمالي برید په اړه شکونه

په افغانستان کې د وسله والو پر پټنځایونو د احتمالي برید په اړه د پاکستان د دفاع وزیر له وروستیو څرګندونو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا یو ځل بیا زیاته شوې ده. دا څرګندونې په دې وروستیو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د خبرو پر مهال وکړې چی د اړتیا په صورت کې د دغه هېواد پوځ کولای شي په افغانستان کې د پاکستاني سخت دریځو پټنځایونه په نښه کړي. د پاکستان د دفاع د وزیر دغه څرګندونې د طالبانو د حکومت له غبرګون سره مخ شوې او د دغې ډلې د دفاع وزارت په یوه بیانیه کښې د اسلام آباد د دغې پرېکړې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول ناسمې څرګندونې د هیچا په ګټه نه دي. په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي د افغانستان په خاوره کې د احتمالي برید خبر ورکوي، د طالبانو سرپرست حکومت په تېرو دوو کلونو کې په وار وار ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالي په افغانستان کې پناه ځای نه لري. کابل په دوام ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي. خو داسې ښکاري چې اسلام اباد د هغه هېواد د وسله والو پر ضد د کابل ملاتړ یوه حتمي خبره ګڼي او د طالب چارواکو څرګندونې تر اوسه د دوی د قناعت وړ نه دي. په داسې یوه حالت کې ډېر احتمال شته چې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې د لا ترینګلتیا او جنجال لامل شي. پوښتنه دا ده چې د دواړو لورو ترمنځ د ډیپلوماټیک حل په نشتوالي او د کړکېچ د دوام په صورت کې به اسلام اباد وکولای شي چې په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي او که دا ډول اقدام به سیمه له یوې بلې ګډوډۍ سره مخ نه کړي؟ د دې مسلې د درک کولو لپاره باید لومړی د پاکستان داخلي وضعیت ته پام وشي او باید وکتل شي چې ایا دا ډول احتمالي پرېکړې په پاکستان کې دننه د خلکو ملاتړ لري او که دا یوازې د حکومت دریځونه دي چی د پاکستان ولس او سیاسي قوتونه به یې ملاتړ ونه کړي. د پاکستان د پارلمان د اپوزیسیون او د تحریک انصاف ګوند او په دغه هیواد کې د ځینو قبایلي مشرانو سختې نیوکې په ډاګه کوي چې د پاکستان د پوځ له هیلو سره سره دا ډول پرېکړه په عامه ډګر کې ډېره طرفدار نه‌لري. له بلې خوا د پاکستان پوځ د خپلو پولو دننه او بهر د پوځي عملیاتو د پیلولو اعلان کوی چی دا هیواد پخپله له څو کلونو راهیسي د ډیرو تروریستي ډلو خوندي پټنځای دی او جګړه او ناامني په سیمه کې د دغه هیواد له مهمو صادراتو څخه شمیرل کیږي. خو په وروستیو کلونو کې پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په هغه هېواد کې د بریدونو او ناامنیو د زیاتوالي ریښه په افغانستان کې ده. دا هغه څرګندونې ده چې کابل تل رد کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي. اوس چی پاکستاني چارواکي ویني چې د ترهګرۍ د پیاوړتیا او په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ناامنۍ او کړکېچ د خپراوي لپاره د کلونو کلونو لګښتونه او اسانتیاوې یې برعکس پایله لري، اوس یې دغه هېواد پخپله هم ښکېل کړی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *