خبرونه 10 سرطان 1403 - 2 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د دوحې دریمه غونډه به نن مازدیګر پیل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې په دوحه کې دریمه ناسته به نن (یکشنبه، د سرطان ۱۰مه) پیل شي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې غونډه به پر ځايي وخت د ماښام په ۶:۴۵ پیل او د شپې په ۸:۴۵ پای ته ورسیږي. د جلالي د څرګندونو له مخې، د غونډې په دویمه ورځ به په دوو جلا غونډو کې پر دوو مسایلو خبرې وشي. لومړۍ غونډه: د سهار له 8:30 بجو څخه تر 11:00 بجو پورې به د مالي او بانکي بندیزونو موضوع ته وقف شي. دویمه غونډه: د سهار له 11:30 بجو څخه د ماسپښین تر 2:00 بجو پورې به د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې موضوع تر بحث لاندې ونیول شي او وروسته به غونډه په رسمي توګه پای ته ورسیږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *